د کار موندنې خبرتیا: د خیاطۍ روزونکی

اداره :                         ستاسو غږ موسسه YVO
دنده:                         د خیاطۍ روزونکی
د دندې موقعیت:           مومندرې او لعلپورې ولسوالي

بست:                         دوه بستونه (یو ښځینه، یو نارینه)
د قرارداد موده :           شپږ میاشتې

د اعلان نیټه:               د 12 مارچ څخه تر 26 م د مارچ 2026  پورې
جنسیت:                      نارینه او ښځینه

د غوښتنلیک وروستۍ نیټه: 26 د مارچ 2026
د دندې موخه:
د خیاطۍ روزونکی په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې د ستاسو غږ مؤسسې په فني او حرفوي زده کړو مرکزونو کې د 30 تنه زده کووکونکو د روزنې مسولیت په غاړه لري،چې وکولاي شي  په اړوند حرفه کې په عملي او نظري ډول د زده کوونکو مهارتونو ته وده ورکړي، تر څو زده کوونکي وتوانیږي چې له فراغت څخه وروسته په یاده حرفه کې خپل کسب شروع کړي او خپلې کورنۍ لپاره د عاید منبع وګرځي.  
اساسي دندې او مسئولیتونه:

  • د خیاطۍ اړوند نظري او عملي درسونو  تدریسي پلان جوړول او وړاندې کول.
  • د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې د وزارت کار امور اجتماعي له خوا د تایید شوي نصاب تدریس کول او د تایید شوي پلان تطبیق کول.
  • د خیاطۍ اړوند اساسي مهارتونو، قیچي کولو، د مختلفو لباسونو ګنډلو، او مختلفو ډیزاینونو جوړولو مهارتونو ښودل.
  • زده کوونکو ته د خیاطۍ لپاره د رخت ، تار او نورو اړینو وسایلو په اړه معلومات او  روزنه ورکول.
  • د روزنې لپاره اړین موادو او وسایلو برابرول  او د اړتیا وړ توکو ترلاسه کولو لپاره د سوپروایزر سره همکاري کول.
  • د زدهکوونکود  پرمختګ  ارزونه کول  او د ادارې سره یې راپور شریکول.
  • د روزنې په جریان کې د نظم، حاضري، ګډون، د خامو موادو د توزیع او نورو اړوندو فعالیتونومدیریت او  کنټرول کول.
  • له ادارې سره دخپلو فعالیتونو، تدریسي بهیر، ننګونواو نورو  اړوندو مسایلو راپور او معلومات شریکول.
  • د فني او حرفوي زده کړو مرکز د ټولو اړینو اسنادونو خوندي کول لکه، حاضري، د زده کونکو ارزونې فورمونه، د خامو موادو د توزیع لیست، او داسې نور.
  • د زده کوونکو د لیک او لوست مهارتونو ته د ودې ورکولو په موخه د لیک لوست د زده کړې برنامې تطبیق کول.
    د دندې  شرایط:
  • لږ تر لږه د ۱۲ ټولګي   څخه فارغ وي او د  خیاطۍ د روزنې سند ولري.
  • په خیاطۍ کې لږ تر لږه ۲ کلنه تجربه ولري.
  • مختلف تدریسي میتودونه عملي کړي  او د زدهکوونکو سره ښه چلند کول.
  • د راپور جوړولو او اسنادو ترتیبولو وړتیا ولري.
  • د وخت پابند او ژمن شخصیت لرل.
  • په استخدام کې د مربوطه ولسوالۍ کاندیدانو ته ترجیح ورکول. 

    د غوښتنلیک طریقه:
    هغه علاقمند کسان چې پورته شرایط  یی پوره کړي وي، کولای شي خپل  اسناد او (CV)  د لاندې ادرسونو څخه یو سره شریکه کړي.   ستاسو غږ مؤسسي دفتر یا د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې د فني او حرفوي زده کړو مدیریت، په مربوطه ولسوالۍ کې د قریه جاتو مدیریت او یا هم ذکر شوي ایمیل ته ولیږي،  adminhr@yvo.org.af