اداره : ستاسو غږ موسسه YVO
دنده: د موبایل ترمیم روزونکی
د دندې موقعیت: بټي کوټ ولسوالي
بست: یو بست (نارینه)
د قرارداد موده : شپږ میاشتې
د اعلان نیټه: د 12 مارچ څخه تر 26 م د مارچ 2026 پورې
جنسیت: نارینه
د غوښتنلیک وروستۍ نیټه: 26 د مارچ 2026
د دندې موخه:
د موبایل ترمیم روزونکی په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ستاسو غږ مؤسسې په فني او حرفوي زده کړو مرکز کې د 30 تنه زده کووکونکو د روزنې مسولیت په غاړه لري،چې وکولاي شي په اړوند حرفه کې په عملي او نظري ډول د زده کوونکو مهارتونو ته وده ورکړي، تر څو زده کوونکي وتوانیږي چې له فراغت څخه وروسته په یاده حرفه کې خپل کسب شروع کړي او خپلې کورنۍ لپاره د عاید منبع وګرځي.
اساسي دندې او مسئولیتونه:
- د موبایل ترمیم اړوند نظري او عملي درسونو تدریسي پلان جوړول او وړاندې کول.
- د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې د وزارت کار امور اجتماعي له خوا د تایید شوي نصاب تدریس کول او د تایید شوي پلان تطبیق کول.
- د موبایل ترمیم اړوند اساسي مهارتونه، ساده او ځيرک موبایلو ترمیمولو مهارتونو ښودل.
- زده کوونکو ته د موبایل ترمیم، ساپټویر او هارډویر په اړه معلومات او روزنه ورکول.
- د روزنې لپاره اړین موادو او وسایلو برابرول او د اړتیا وړ توکو ترلاسه کولو لپاره د سوپروایزر سره همکاري کول.
- د زدهکوونکود پرمختګ ارزونه کول او د ادارې سره یې راپور شریکول.
- د روزنې په جریان کې د نظم، حاضري، ګډون، د خامو موادو د توزیع او نورو اړوندو فعالیتونومدیریت او کنټرول کول.
- له ادارې سره دخپلو فعالیتونو، تدریسي بهیر، ننګونواو نورو اړوندو مسایلو راپور او معلومات شریکول.
- د فني او حرفوي زده کړو مرکز د ټولو اړینو اسنادونو خوندي کول لکه، حاضري، د زده کونکو ارزونې فورمونه، د خامو موادو د توزیع لیست، او داسې نور.
- د زده کوونکو د لیک او لوست مهارتونو ته د ودې ورکولو په موخه د لیک لوست د زده کړې برنامې تطبیق کول.
د دندې شرایط: - لږ تر لږه د ۱۲ ټولګي څخه فارغ وي او د د موبایل ترمیم د روزنې سند ولري.
- د موبایل ترمیم په برخه کې لږ تر لږه ۲ کلنه تجربه ولري.
- مختلف تدریسي میتودونه عملي کړي او د زده کوونکو سره ښه چلند کول.
- د راپور جوړولو او اسنادو ترتیبولو وړتیا ولري.
- د وخت پابند او ژمن شخصیت لرل.
- په استخدام کې د مربوطه ولسوالۍ کاندیدانو ته ترجیح ورکول.
د غوښتنلیک طریقه:
هغه علاقمند کسان چې پورته شرایط یی پوره کړي وي، کولای شي خپل اسناد او (CV) د لاندې ادرسونو څخه یو سره شریکه کړي. ستاسو غږ مؤسسي دفتر یا د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې د فني او حرفوي زده کړو مدیریت، په مربوطه ولسوالۍ کې د قریه جاتو مدیریت او یا هم ذکر شوي ایمیل ته ولیږي، adminhr@yvo.org.af
