د مبایل ترمیم د ښوونکو د استخدام اعلان

د مبایل ترمیم د ښوونکو د استخدام اعلان                                                                    

............................................................................................................................................

دنده :                             د مبایل ترمیم ښوونکي ( نارینه )

اداره:                             ستاسو غږ موسسه یا YVO

د وظیفی موقیعت:               کوت . بتی کوت . مهمند دره او لعلپوری ولسوالۍ

بستونه:                           یو بست هری ولسوالی کی

کود :

............................................................................................................................................

د دندې هدف : د مبایل ترمیم  او سواد زده کړی تدریس په نظري او عملي بڼه  

............................................................................................................................................

د دندې مسولیتونه:

  1. د ادارې د عمومي پلان سره په مطابقت د درسي پلان عملي کول ، تر څو وکولای شي تعین شوي اهداف ترلاسه کړو.   
  2. د عملي او نظري زده کړو لپاره د نصاب او معیار سره سم د پلان ترتیب ، او همدارنګه د پلان تطبیق په ټاکلي وخت.
  3. د مبایل ترمیم چارو نظري او عملي تدریس او د زدکړیالانو  ظرفیت ته وده ورکول.
  4. د هری اونۍ په جریان د مبایل ترمیم او سواد زده کړی شپږ ورځی څلور ساعته تدریس کول.
  5. د سواد زده کړی لپاره د مبایل ترمیم زده کوونکو ته روزانه نیم ساعت د نصاب مطابق تدریس کول
  6. د نورو حرفوي زده کړو مرکزونو سره د تجربو د شریکولو په موخه اړیکه ساتل.
  7. د زده کړه ایز نصاب او معیارونو بیا کتنه او اصلاح کول .
  8. د ارزیابۍ په موخه د شاګردانو څخه د ازموینې اخیستل او د شاګردانو درجه بندي . او همدارنګه د درسي میتود د  اغیزمنتوب په موخه ډاډ ترلاسه کول.   
  9. د ظرفیت لوړونې په ورکشاپونو او سمینارونو کی اشتراک کول.
  10. د ټولو هغو وظایفو ترسره کول چی د قوانینو مقرراتو او اهدافو اړوند د مقاماتو له خوا سپارل کیږي .

زده کړې ، تجربه او اړوند مهارتونه :

  1. علاقه مندان باید د دې بست لپاره حد اقل د ملکي خدماتو کارکونکو د قانون د (۷) او (۸)  مادې په اساس چی لاندې ذکر شوي دي خپل اسناد د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د حرفوی زده کړو مدیریت او یا د ستاو غږ موسسی دفتر ته په لاندی ادرس وسپاری.
  2. کم تر کمه ددولسم صنف د فراغت سند ولری.
  3. د حرفوي،فنی او مسلکي زده کړو سند ولري .
  4. د وظیفې مربوط په اړونده برخه کی یو کال کاري تجربه ولري. د
  5. د مربوطه ولسوالۍ اوسیدونکی باید اوسی.
  6. د خیاطی د کورسونو لپاره ښځینه ښوونکو ته ضرورت دی.

 

د پورته بستونه لپاره د اسنادو د جمع کولو ادرس:

پته:      د ارزاقو کوڅه د کار او ټولنیزو چارو ریاست مدیر محمد یونس ایوبی ( تیلفون شماره 0786388205 )

پته:     د صحت عامی شاته د UNHCR کوڅه د کور نمبر 21 ستاسو غږ موسسه د تیلفون شمیره 0774010451 او یا په yourvo.org@gmail.com  بریښنالیک تر راتلونکی شنبی ورځی د سرطان دریم تاریخ پوری وسپاری.